په امریکايی جیلونوکښې دبندیانوپه زوره ونو،وهلو،ټکه ولواوپه شکنجي ورکولوباندی اقراروکړ !
ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل)  ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل)

امریکی رسمآ دعراق ،افغانستان اودګوانتانامو په امریکايی جیلونوکښې دبندیانوپه زوره ونو،وهلو،ټکه ولواوپه شکنجي ورکولوباندی اقراروکړ !

دانټرنیت دمنابعوڅخه

 

دامریکی دولت دملګروملتونو دسازمان دزوره ونو،وهلواوټکه ولو ضد کمیټی ته اعلان وکړ چې ددی هیواد ټول جګپوړي چارواکي دهغوي له جملی نه داطلاعاتو کارکوونکي او داطلاعاتو جګپوړی چارواکي اوس، دوي دهغـــو بنـــدیانو اواسیرانوپه وړاندي چـــې په ټرورسټي فعالیتونو تورن او ککړدی،اوددی بندیانواواسیرانوڅخه دپوښتنو اوکړویږونوپه وخت کې، دزوره ونی ،زورزیاتی اووهلو،ټکه ولواوشکنجي ورکولونه منع شوي دي  .

آسوشيتدپرس د۱۳۸۵لمریز کال دغویي دمیاشتی پرنهولسم۱۹ نیټه دسه شنبی په ورځ د۲۰۰۶ م کال دمی په نهمه ،په خپل یوګزارش کی ولیکل: همدارنګه دامریکی جګپوړی چارواکي منلي یې دي  چې په پخواکې دبندیانواواسیران سره ناسم چلند ترسره سوي دي اودملګروملتونو دسازمان دزوره ونو،وهلواوټکه ولو ضد کمیټی دغړواوداستازودتعریف پربنسټ چې په دی هکله معلوماتونه ددوی لاس ته راغلی دی، دزوره ونو،وهلواوټکه ولوګزاروشونه په کې منعکس شوی دی،څو څوځلی ددی ډول کړنودمخ نیوی په خاطر يې په ټینګه ګوتنیونی یې کړیدی  .   

دامریکی چارواکي دپوښتنواوګړویږونو دتخنیکی جزئیاتو په هکله دسي .آ .  اي د(سیا) دسازمان دکارکوونکی لخوا دهغوی  دچلندپه اړه دویلو نه ډډه کوي اوپه دی هکله هیڅ نه وايي .

 جان بلینګردامریکی دبهرنیوچارودوزارت حقوقي مشاور دملګروملتونو دسازمان دزوره ونو،وهلواوټکه ولو، ضد کمیټی ته وویل : دامریکی چارواکي په ټولوحکومتی خپرونواواطلاعاتی وسائلوکښی وایی چې دامریکی دولت دزوره ونو،وهلواوټکه ولواوشکنجي ورکولوڅخه یې په هروخت اوهرځای کې  مخ نیوی کړی دی  . ده ودی کمیټی ته وویل په ډیر تاسف سره چې  زیاتره برخه ددی پیښو اوغیروګړنی کړه وړه دابوغریب په جیلخانی کې دبندیانو اواسیرانوپه وړاندی ترسره سوي دي اونوري پیښي په تیروکلونوکې په نوروسیموکښې رامنځته سوي اوترسره سویدي ، اوهمدارنګه په دی هکله دزده کړی اودنظارت قانون ددولت لخوا هم رامنځته سوی چې بي تاثیره نه وو .

دی زیاته وي  :  زه وایم چې دموضوع وارزښت اواهمیت ته په ځیر باید وکتل شی ، ځکه په ټینګارسره وایم چې بیله کوم شک اوبی باوری نه زموږ وضعیت اوکړني دپخوا نه څه ناڅه ښه سوی دي .

نورا اسويايس ناروژی حقوقی کارپوه ، وویل که د ملګروملتونو دسازمان دزوره ونو،وهلواوټکه ولو ضد کمیټی هغه اسناداو مجازتخنیکی کړه وړه چې دبندیانواواسیرانوپه وړاندی ترسره کیږی  اودامریکی ددولت لخوا اعلان سویدی ،هغه  ټوله  یې دملګروملتونودوګړنی اوانسانی حقونووسازمان ته ویلی اوافشاکړي دي . اوددوي لخوا هم دغه مهمه موضوع تر څیړنی لاندی نیول سویدي اودایې ښودلی دي ،چې دغه تخنیکی کړني اوچلندعبارت  :دبندیانواوداسیرانولوڅیدل ددوی دبدن څخه جامي  اوکاليو راایستل دی ،بندیانو داسترس په وضعیت کې قرارورکول اودزوره ونواووهلواوټکه ولوبرسیره ونوروکړووړوته هم اشاره سویدی  .

چارلز استيمسون دامریکی ددفاع دوزارت یوجګپوړی چارواکي دملګروملتونو دسازمان دزوره ونو،وهلواوټکه ولو ضد کمیټی ته چې په ۱۹۸۴م کال کې دملګروملتونودکنوانسیون پربنسټ جوړسوي دی ،وویل چې دامریکی دولت  دعراقی بندیانودساتلوپه هکله په انسانی توګه  ډیرپاته راغلی دي . اودامریکی  جګپوړوچارواکواعلان  یې خپور کړی دي،چې دامریکی په جیلونوکې تر اوسه  (۲۹) تنه  له دغوبندیانواو

اسیرانونه  په دغه جوړسوي  امریکایې  جیلونوکښی  چې په نوموړوځایونه کښې  رامنځته سویدی  ترزوره ونو،وهلو،ټکه ولواوشکنجولاندی  مړسوی اووژول سوي دي .

استيمسون وویل : تردااوس ښکاره،څرګنده اومشخصه سوي دي چې په عراق اوافغانستان  کې  د(۸۰۰) اتوسووکسوبندیانواواسیرانو په وړاندی ډیر بدچلند اوغیرانسانی  کړني ترسره سوي دي .

دی په دی هکله داسي وایي : دامریکی ددفاع وزارت تراوسه پوری هیڅ ډول کړنی او اجراات یې د(۲۵۰) ددوسوپنځوس تنو افسرانو ،سربازانو اومسؤولوچارواکوڅخه چې په دغوکړنوتورن اوککړدی،دبندیانواواسیرانو په وړاندی یې غیرقانوني چلندترسره کړی دی ،څنګه چې ضرور دی ددغوتورنومحاکمه په اصولی ډول صورت نه دی موندلی،هراړخیزاودقیق قانونی کړنی ددوی په وړاندی نه دی ترسره سوي،یوازي د (۱۰۳) دیوسلودروتنو نظامی محاکمه صورت نیولي دي او تردا اوسه (۸۹) نهه اتیا کسه په جزاباندی محکوم سویدي له دغي جملي نه (۱۹) نهولس تنه یې دیوکال نه پورته اوزیات په بندمحکوم سویدی  .

ده دموضوع په اړه وویل : دغه واقعیت داڅرګنده وي چې ددوني کسانودشمیرښودل دانسانی حقونو دڅارونکی د ډلی دڅیړنواومحاسبی له مخی صحیح اودقیق ندی . 

دانسانی حقونو دڅارونکی ډله اعلان وکړ چې تردا اوسه (۵۴) تنه امریکایی چارواکي،چې دبندیانونه دزوره ونو،وهلو،ټکه ولواوشکنجو په تورککړ اومحکوم سوی دی  یوازی (۱۰) لس تنه یې په یوکال بند باندی محکوم سوی دی  .

دامریکی یوه مدنی خپلواکه اتحادیه په یواوږدلیک کې چې دیوپینځوسو زرو  (۵۱۰۰۰) تنو دامریکی دخلکو لاس لیکونه یې درلودل، اووبلینګرته وړاندی کړاوپه هغه کې په ټینګار سره وویل چې دامریکی دولت دزوره ونو ،وهلو،ټکه ولواوشکنجي ورکولو،دخلکوپه تښته ونی ،بی   حد اواندازه ډول سره اودخلکوپه نامشخصوراکښولواونیونو باندی مسؤول دي  .

په دغه لیک کې راغلی دی : په دی رښتین  والی کی هیڅ دشک اودناباوریو ځای نسته چې موږامریکائیان یو،اما زموږهیلي اوغوښتني دا دي چې زموږ هیواد له دغو کړنوڅخه ځان لیري وساتي .

دغه اتحادیه  همدارنګه یوکتاب یې چې (۲۰۰) دوه سوه پاڼی لري اودرلودونکی دډول ډول دزوره ونو ،وهلو،ټکه ولواوشکنجي ورکولوڅخه په دی کتاب کې ډیرمتنونه اومطالب شته دی او په ډیره پراخه اندازی سره لیکلی سوی دی او ددغواسنادوڅخه په ډاګه سویدي اودغه اسنادددی ښکارندوي دي چې دبندیانواواسیرانوسره ډیرپه سیستماتیک اوپراخه ډول غیرانسانی چلندصورت موندلی دی .اټکل کیږی چې په دغوورځوکښې ددغو بندیانواواسیرانو دزوره ونو ،وهلو،ټکه ولواوشکنجي ورکولو،څیړونکی کمیټه به دعراق ،افغانستان او د گوانتانامو په جیلونوکښی چې دامریکی دچارواکولخوا ډیری پیښی ددوي په وړاندي ترسره  سویدی تر وروستني څیړنی لاندی راولي اومثبتي نتیجې ترلاسه کړي .

دفبروري دمیاشتی دخپاره شوی شمیرپربنسټ ،(۴۹۰) څلورسوه نهوی کسه بندیان اواسیران د گوانتانامو په جیلخانه کې،(۴۰۰) څلورسوه کسه په افغانستان کی دامریکی په جوړسوي جیلونوکښی اود(۱۴۰۰۰) څلورلس زرو عراقی بندیانواواسیرانوشتون دامریکی په جوړشوي جیلونوکښې په عراق کې موجودبندیان اواسیران  دي . /

 

 

 


May 15th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی